ایکنانیوز د المنسا میډیا له قوله راپور راکړی، د کارپيژاندو په اند، په ډیرو اروپائي هیوادونو کې له اسلامه د ویرونې او اسلامی ضده بهیرونه د زیاتیدا په حال کې دي . په مختلفو هیوادونو کې ددغې سپیرې بلا مظاهر او پایلې سره توپیر لري ، خو هغه څه چې دوي سره نښلوي،په کلي توګه د مسلمانانو په ضد دتوپیر اونفرت زیاتیدا ده .
د آسټریا derstandard ورځپاڼې راپور ورکړی، د اروپا د بشری حقوقو دادارې (FRA)) په وسیله خپرې شوي مطالعې ښ،دلې ده چې په آسټریا کې مسلمانان په اروپا کې د توپیر ترټولو لوړه اندازه احساسوي؛ داسې چې په نظر سنجۍ کې ګډون کونکو څخه ۷۴ فیصده کسانو وئیلي دي، چې په تیرو پنځو کلونو کې له توپیر سره مخ شوي دي.دغه احصائې په دیارلسو هیوادونو کې د مطالعې ترټولو لوړه فیصدي اندازه ده.
داپه داسې حال کې دي چې جرمني ۷۱فیصده اندازه ثبت کړې ده او دسویډ او آسپانیا په څير د هیوادونو په مقابل کې په ترتیب سره ۲۳ او ۳۱ فیصدو سره د مسلمانانو په ضد دتوپیر لا کمې احصائې ثبت شوي دي..
په همدې ارتباط کې ، د نړیوالو حقوقو په آسپانیائي ادارې کې له توپیر سره د مبارزې مسئول یوسف ایم اولید وائي ، چې اسپانیا له اسلامه د ویرونې د موردونو د مستند کیدا له مشکله کړیږي. هغه په دې په ټينګار سره چې له اسلامه ویرونه په اروپا کې له توپيره زیات یو شی دی او یو ډول توکمپرستي ده ،په اروپا کې ئې له اسلامه د ویرونې په زیاتیدا کې دوه اصلي عامل اغیزشیندونکي وبلل؛ لومړۍ د هغه حکومت سیاستونه دي چې مسلمانان ئې په نښه کړي دی، لکه په آسپانیا کې د ترهه ګرۍ ضد قانون چې په هغه کې دا وئیل شوي دی چې هر مسلمان ممکنه ده ترهه ګر وي. دوه عامل په اروپا کې د افراطي ښي پالو اوزوړ پالو غورځنګونو رابرسیره کیدا ده چې په فرانسې کې د مارین لوپن او په ایټالیا کې د جارجیا ملوني په څير شخصیّتونه پکې شاملیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4254195